په پکتيکا ولايت کې مسؤل مجاهدين وايي د خوشامند ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې يې د دښمن په موټريز کاروان وسلوال بريدونه ترسره کړل.
له سيمي نه د ترلاسه شوي خبر په حواله مجاهدينو تېره ورځ غرمه 10 بجې په اسلم شاه کلي کې او بيا ماسپښين مهال 1 بجه په اډه سيمه کې د دښمن په کاروان بريدونه ترسره کړل، خبر کاږي مازديګر 4 بجې چې کاروان د ولسوالۍ مرکزته ورسېد يو ځل بيا د مجاهدينو تر بريد لاندي راغی.
په بريدونو کې د دښمن 3 عرادې غټ موټر ويشتل شوي او په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي، له دې علاوه درنه مرګ ژوبله هم ورته اوښتي ده.
2013-12-23
افغانستان